فراه کې سلګونو کورنیو ته د ګازي ډبو مرسته ووېشل شوه

د فراه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې د مرغومي پر ۱۴ مه له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۰۰ راستنو کورنیو، هر یوې ته د ۵ کیلو ګازي ډبې مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د فراه ولایت د یو تن ملي سوداګر له لوري شوې وه
د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته به د یاد شخص له لوري هره اوونۍ ۴ کیلو ګاز په وړیا توګه وېشل کېږي.