د قرارداد د پريکړې خبرتيا

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

په دې توګه د تدارکاتو د قانون ددوهمې فقرې او ۴۳ مې مادې له مخې ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال له پاره د ژمنۍاړتيا وړ (۱۶۵۰۰) ۱۶ زره او  ۵۰۰ کيلو مايع ګاز د پېر پروژه د سالک تجارتي شرکت چې دکندز ولايت په مرکز  امام صاحب بندر کې موقعيت لرې او د(256-1901) نمبر جواز لرونکی دی د (۹۷۶۸۰۰) نهه لکه، شپږ اويازره او اته سوه افغانيو په مجموعې قيمت ورکړې. 
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کومه نېوکه لرې کولای شې چې د اعلان د نېټې له خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې خپلې عريضې په ليکلي ډول له ټولو دلايلو سره يو ځای د تدارکاتو دقانون د پنځوسمې مادې موافق په واصل اباد کې د جنګلک فابريکې شاته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمريت ته وسپاري.
دا خبرتيا د قرارداد د تړون په معنی نه ده او د قرارداد تړون به تر هغې نهايي نه شې تر څو پورته ياد شوی مهالوېش او  قانوني کړنلارې سر ته رسېدلې نه وې.