د عالیقدر امیرالمؤمنین د هدایت پر اساس له پاکستان څخه د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره کمیسیون جوړ شو

anwari_morr
Tue, Oct 10 2023 10:05 AM

د اسلامي امارت د زعیم  عالیقدر امیر المؤمنين شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي هدایات له مخې نن ورځ دوشنبه د ا.ا.ا رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند.په مشري د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه  ترسره شوه.

 په غونډه کې په پاکستان  هیواد کې د افغان مهاجرينو پر موجوده وضعيت بحث وشو او د ترلاسه شویو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو او مشکلاتو پر حل لارو تفصيلی خبرې وشوې او له پاکستان  هیواد څخه د راستنېدونکو مهاجرينو مشکلاتو ته  د پر وخت رسیدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه  یو کمېسيون جوړ شو.

د یاد کمیسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په هدف، د ریاست الوزراء د اداري مرستيال محترم مولوي صاحب عبد السلام حنفی په مشري یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو ياد کمېسيون ته په عاجله توګه طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او تر منځ يې د لا زیاتې  همکارۍ او همغږۍ روحیه او فضاء ایجاد شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS