د مهاجرينو چارو وزارت  د اکتېد او هيات ناروې مؤسسې سره د همکاريو هوکړه ليکونه  لاسليک کړل

anwari_morr
Wed, Oct 04 2023 11:26 AM
ـ

 د مهاجرينو چارو وزارت  د اکتېد او هيات ناورې مؤسسې تر منځ له ۵ ميليونو څخه د ډېرو امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې اکتېد مؤسسه به  په  ننګرهار، بلخ  او هرات  ولايتونو کې اړمنو کورنيو ته  ۳ميلونه، ۲۸۸ زره او ۳۸ ډالر او د هيات ناورې مؤسسه به په ذکر شوو ولايتونو بغير ، هرات ولايت کې  ۲ ميلونه، ۵۸۹  زره  او ۶۸۲ ډالر وېشي، چې ټولې ۴ زره او ۱۸۰ کورنۍ کېږي.
دغه هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادو مؤسسو د استازو تر منځ لاسليک شو.

Latest news

BACK TO NEWS