د تورخم ښارګوټي بېځايه شوو کورنيو سره بېړنۍ بشري مرستې کيږي

sadam_morr
-

      د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د مرستندويه ادارو مسئولينو سره د وروستۍ پېښې له امله له تورخم ښارګوټي او غوړَکي سيمو څخه بېځايه شوو کورنيو سره د بېړنيو مرستو تر سره کېدو په موخه د وږي په ۱۹مه ناسته وکړه.

      د يادې ناستې پر مهال د مهاجرينو  چارو رئيس، د اقتصاد رئيس، د بېلابېلو بنسټونو او د ولايت مقام  يو شمېر استازو شتون درلود.
     د ننګرهار مرستيال والي وويل، چې د وروستۍ پېښې له امله تورخم او غوړکي سيمې څخه سلګونه کورنۍ مومند درې، شينوارو، اچين، سپين غر او نورو سيمو ته بېځايه شوي، چې بېړنۍ مرستو ته اړتيا لري.

       نوموړي له مرستندويه ادارو وغوښتل، چې د يادو کورنيو په شفاف ډول سروې تر سره او ورته لازمې بشري مرستې ورسوي.
       د مرستندويه ادارو مسئولينو ډاډ وښود، چې ډېر ژر به ټولو هغو ساحو ته چې بې ځايه شوې کورنۍ په کې مېشتې شوې دي د سروې ټيمونه ولېږي او لازمې مرستې به ورته ورسوي او همدارنګه به د تورخم ښارګوټي له اړمنو کورنيو سره هم لازمې مرستې وکړي.