د مهاجرينو چارو وزارت او يوې موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

anwari_morr
Thu, Aug 10 2023 12:20 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت او  موسسه  عمل اجمتاعی برای اليتام فقر ترمنځ د ۹ سو زياتو امريکايي ډالرو په ارزېښت د زمري  په ( ۱۹) مه د همکاريو  دوه هوکړه ليکونه  لاسليک شول.
د لاسليک شوو هوکړه ليکونو  مالي لګښت ۹  سوه ، ۲۴ زره  او۴۶۱  امريکايي ډالردی، چې په  له مخې به يې  په خوست او پکتيکا ولايتونوکې ۱۱ زره او ۶۳۴ کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش، د کار موندنې د پراختيا، د کار په مقابل کې د پيسو د ورکړې او د ودانيزو  وسايلو او موادو د برابرولو په برخه کې ولګول شي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار او د مسلکي معينيت سرپرست مرستيال مولوي محمود الحق احدي  او د يادې موسسې د استازي   ترمنځ لاسليک شول.

Latest news

BACK TO NEWS