د مهاجرینو چارو وزیر په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له رییسې سره لیدنه وکړه

sadam_morr
Wed, Jun 21 2023 8:23 AM
-

د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له رییسې میرمن ماریا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړ.
په ناسته  کې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د مهاجرینو چارو وزارت او د یادې ادارې د ګډ دفتر د بیا فعالولو او هغو هېوادوالو ته چې د هوا له لارې هېواد ته  راستنېږي، د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د یاد دفتر د بیا فعالولو لپاره دې جدي او چټک اقدامات وشي.

Latest news

BACK TO NEWS