له زرګونو بېځایه شویو او بېوزله کورنیو سره مرسته وشوه!

sadam_morr
Sat, Feb 26 2022 8:33 PM
______________
د حوت په ٧مه په کابل کې له ٨ زره بېځایه شویو او بېوزله کورنیو سره مرسته وشوه.
له ٨٠٠ کورنیو سره درې زره افغانۍ، دوه قلمه غذایي توکو او ٧٢٠٠ نورو کورنیو سره د غذایي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د پاکستان هېواد د سناتور طلحه محمود فاونډېشن له لوري ترسره شوه چې پکې اوړه، وریژې او نغدې پیسې شاملې وې.
د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د یادې مرستې د توزیع په جریان کې د سناتور محمود فاونډېشن نه مننه وکړه، او د مرستو د وېش په رونټیا یې تاکید وکړ، او د افغانستان خلکو ته یې د ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.
د یاد فونډېشن مشر هم په خپلو خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د نورو مرستو ژمنه وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS