په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Sun, Dec 28 2025 1:55 PM
_

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له هماهنګي کمک های بشري او خدمات اجتماعي زنان افغانستان موسسو سره د ۵۱۵ زره ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو له مخې به یادې پیسې په تورخم فرضي کرښه کې د خدمتونو وړاندې کولو او په ننګرهار، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې په لګښت رسوي، چې ۸۶۸ زره او ۶۸۸ تنه بېځایه شوي، راستانه شوي او کوربه ټولنو وګړي به ترې ګټه پورته کړي.

Latest news

BACK TO NEWS