د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو د منګلو قوم له قومي مشرانو سره ولیدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا او خوست ولایتونو د منګلو قوم د اوو ولسوالیو له قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلیو قومي مشرانو د اسلامي نظام پر سرتاسري امنیت او د بنسټیزو پروژو په پلي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، چې ولسونه له اسلامي امارت او روانو چارو څخه ملاتړ کوي.
هغوی غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت په لیکو کې دې د منګلو قوم له کادرونو څخه استفاده وشي او د دوی په سیمو کې دې د کډوالو او ځايي اوسېدونکو لپاره پراختیايي پروژې عملي شي. راغلیو مشرانو د جامع مسجد، سړکونو او کلینیکونو رغول خپلې بنسټیزې غوښتنې یادې کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلیو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت موخه د اسلامي نظام حاکمیت، د شریعت تطبیق او د خلکو د ستونزو حلول دي.
