د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د والي له مرستیال عزیر الله مصطفي سره وکتل.

anwari_morr
Thu, May 22 2025 11:08 PM
-
په دې لیدنه کې د ننګرهار د ولایت مرستیال ښاغلي مصطفي، په تورخم کې د عمري ښارګوټي د وضعیت او د کډوالو د اړوندو کمېټو د فعالیتونو په هکله محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
د ښاغلي مرستیال په وینا چې دا مهال په تورخم کې راستنېدونکي اړینو اسانتیاو ته لاس رسي لري د او د مسوولو ادارو لخوا يې ستونزې پر وخت هوارې شوې دي.
د ناستې پر دوام ښاغلي عزیز الله مصطفي په ننګرهار کې د کډوالو د ښارګوټي او یو شمېر نورو اړوندو چارو په هکله خپل وړاندیزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر کډوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام لخوا د راستنېدونکو لپاره اړین توکي او وسایل چمتو کړي او مسوولو ادارو ته کافي مالي امکانات ورکړل شوي دي.
د ښاغلي وزیر په وینا چې د راستنو شوو لپاره د دایمي استوګنیزو ښارګوټو چارو تر کار لاندې دي او په ننګرهار کې یې د مهاجرینو ښارګوټي د چارو د بهبود یادونه وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS