د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدر اعظیم عثماني سره وکتل.

sadam_morr
Mon, May 05 2025 8:09 AM
-
په دې ناسته کې د ایران جمهوري دولت ته، د مولوي صدر اعظیم عثماني په مشرۍ د اسلامي امارت د وروستي پلاوي د سفر او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په هکله خبرې وشوې.
ښاغلي عثماني په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه د خپلو لیدنو جزییات او د کډوالو د ستونزو اړوند وړاندیز شوې حللارې له محترم وزیر سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې ایراني چارواکو د کډوالو او نورو دوه اړخیزو موضوع ګانو په هکله پر لاډېرو خبرو او لیدنو ټېنګار کړی دی.
د ښاغلي صدر اعظم عثماني په وینا چې ایراني چارواکو له افغان حکومت سره په ګډه په ایران کې د کډوالو لپاره د اړینو اسنادو د ویش په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
محترم مولوي عبدالکبیر ایران ته د اسلامي امارت د پلاوي وروستی سفر ګټور وباله او په وینا چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی او هڅې کیږي چې له هرې شونې لارې د مهاجرینو لاس نیوی او ستونزې یې هوارې شي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا چې د اسلامي امارت لخوا څو ځلې له ایراني چارواکو سره لیدنې شوې او په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې پر څرنګوالي او د یوه میکانیزم په رامنځته کېدو کې پرمختګونه شوي دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS