د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رئیس سره ولیدل

sadam_morr
Wed, Apr 09 2025 3:45 PM
_

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر سره ولیدل.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو پر حل، له پاکستان او ایران سره د درې اړخیزو ناستو، د کډوالۍ پر دایمي حللارو او اسانتیاوو په چمتو کېدو خبرې وشوې.
ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو چارو وزارت له همغږۍ او همکارۍ مننه وکړه او ښاغلي وزیر ته یې د خپلو فعالیتونو او قطر ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، له قطري چارواکو سره یې د افغانستان، پاکستان او یونیسیار د درې اړخیزې ناستې په هکله خبرې کړي او تمه یې وښوده چې په راتلونکې میاشت کې به ترسره شي.
د مهاجرینو چارو وزیر له راستنېدونکو کډوالو سره د یونیسیار مرستې اغیزمنې وبللې او زیاته یې کړه، په اضطراري حالاتو کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره، پي او آر او وي آر ایف کارتونه باید معیار ونه ګرځول شي بلکې له ټولو راستنېدونکو سره دې مرستې وشي.
ښاغلي وزیر ټینګار وکړ، چې د دایمې حللارو لپاره د ښارګوټو ابادول ضروري دي او په دې برخه کې باید نړیوال سازمانونه مرستې وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS