ترکیه: د مهاجرینو د ستونزو حل په موخه تللي پلاوي ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر سره ولیدل

sadam_morr
Mon, Jan 27 2025 10:03 PM
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمود الحق احدي په مشرۍ یو پلاوی د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه ترکیې ته تللی، چې ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر ښاغلي اتیلاتوروس سره یې په یو لړ موضوعاتو ناسته وکړه
په ناسته کې په ترکیه کې د افغان مهاجرینو په ستونزو او د بندیانو په سرنوشت له نوموړي سره خبرې وشوې، چې د یادې ادارې له لورې ورسره په لاندې مواردو توافق وشو
۱- د اسلامي امارت له لورې راغلی هيئت دې د هغه کمپونو څخه ليدنه وکړي چېرې، چې دوي اوسيږي دنژدې نه ددوي حالات وګوري د مشکلاتو د حل کولو په پار به بيا د همدې ادارې سره ليدنه وکړي
او يادې ادارې د ستونزو د حل لپاره ډاډ ورکړو.
۲- هغه افغان بندیان چې کورنۍ یې په ترکیه کې ژوند کوي، د هغوي ستونزې هم د نژدې نه کتل او د خلاصون په اړه هڅې کول چې د خپلې کورنی سره يو ځاي شي او د هغوي سرپرستي پخپله وکړي.
۳- کوم افغانان، چې افغانستان ته ليږدول کیږي، ورته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو پرسر توافق وشو
د همدغې ناستې د پریکړو پر اساس یاد پلاوي په انقره کې د اکیورټ او چناکېري له کمپونو څخه لیدنه وکړه او همدارنګه د وان په ولايت کې يې د کروباش کمپ، د آغرې په ولايت کې د آغرې کمپ څخه ليدنې ترسره شوې او هلته يې د میشتو افغانانو ستونزې او مشکلات یې له ترکي چارواکو سره د شريکولو په موخه یاداشت کړل.
۴- ياد پلاوی به په نږدې ورځو کې د استانبول له کمپونو څخه هم ليدنه ترسره کړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS