پکتیکا کې له ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
پکتیکا کې له ۲۰۰ کورنیو سره د سرپناوو جوړولو په موخه د لړم له ۱۶ نېټې څخه تر ۲۰ پورې نغدي مرسته شوه.
یادې کورنۍ له دې وړاندې د دغه ولایت مهاجرینو ریاست له لوري په ګیان ولسوالۍ کې سروې شوې وې چې په دریم قسط کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۷۹ زره ۴۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.