مهاجرینو وزارت د مهاجرت نړیوال سازمان سره ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
Wed, Sep 11 2024 3:01 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مهاجرت نړیوال سازمان تر منځ د دې سازمان له لوري د افغان مهاجرینو په تړاو خپور شوي راپور په اړه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د مهاجرینو وزارت سرپرست مسلکي معین او د مقام د دفتر رییس مولوي محمد جان خدرخېل، د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي او د اتشه وو او انسجام چارو رییس قاري محمد اجمل ویاړ، د مهاجرت نړیوال سازمان مرستیاله او سرپرسته مېرمن تییا مسکون، د تعقیب برنامې مسوول ډاکټر یاسین الحمداني او د مهاجرت نړیوال سازمان د مرستو لاسرسي برخې همغږي کوونکي عدنان بغجتی ګډون درلود. چې د دې وزارت په ګډو فعالیتونو او موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
د یاد سازمان سرپرستې او مرستیالې مېرمن تییا مسکون د افغانستان په سرحدونو د ګډوالو د تګ راتګ په اړه خپل دلایل وړاندې کړل او ویې ویل: چې طبعي افتونه او ستونزې د مهاجرت سبب ګرځي، چې ګڼ خلک د مختلفو دلایلو له مخې په رسمي اسنادو مهاجرت کوي، چې دا د یو ښه امنیت ښکارندويي کوي، خو ځینې رسنۍ بیا منفي اړخونه نشروي.
نوموړې زیاته کړه: موږ د منظم مهاجرت ملاتړ کوو او زموږ د سازمان موخه د مهاجرینو لپاره د لومړنیو مرستو تیارول دي.
د مهاجرینو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي د یاد سازمان له فعالیتونو او مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: هره متاثره سیمه له یوې نقطې سره اساسه وي چې زموږ هېواد له زیاتو اړخونو اساس دی.
ښاغلي احدي پر خاصو موضوعاتو، د شمېرنې او د نظر په تبادلې او د یاد سازمان له لوري په راتلونکي کې د راپورونو په نشر کې د دې وزارت سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: چې دا ډول کړنې د وزارت او مهاجرت نړیوال سازمان تر منځ همکارۍ لا پیاوړې کوي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS