په سرپل کې له ۲۰۱ کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې د وږې میاشتې په ۱۲ مه نېټه له ۲۰۱ بې ځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
یادې کورنۍ له وړاندې د مهاجرینو امریت له لوري پېژندل شوې وې، د مهاجرینو امریت د څارنې لاندې د اکتید موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۷ زره ۹۷۰ افغانۍ ورکړل شوې.