په تېره یوه میاشت کې څه باندې دوه زره کورنيو سره مرسته شوې
د تېرې یوې میاشتې چنګاښ په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري ۲۱ ولایتونو کې له څه باندې دوه زره بېځایه شویو او د طبيعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته شوې ده.
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په ننګرهار، تخار، سرپل، هرات، فاریاب، غور، بلخ، کندهار، میدان وردګ، جوزجان، بغلان، غزني، بادغیس، پروان، هلمند، ارزګان، نیمروز، بدخشان، کندز، پکتیکا، او سمنګان ولایتونو کې له یو دوه زرو او ۴۹۰ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو، معلولو، معیوبو او زیانمنو شویو کورنیو سره د ځینو نړیوالو مرستندیو همکارو بنسټونو په همکارۍ مرسته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دا مرستې د خوراکي، روغتیایي او کورنیو کڅوړو، سولرونو، کاري وسایلو، خیمو او نغدي پیسو وې، چې د مرستندیو بنسټونو په شتون کې ووېشل شوې.