د بلخ د مهاجرینو ریاست کارکونکو ته د مهاجرت پېژندې سیمینار جوړ شو

sadam_morr
-

 د جندر د برابرۍ موسسې په همکارۍ د چنګاښ پر اوه ویشتمه د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست یو شمېر کارکونکو ته د مهاجرت پېژندنې سیمینار جوړ شو.
 د بلخ د مهاجرینو چارو رياست د حقوقي ملاتړ آمر مولوي خير محمد احمدي د دغه ډول سیمينار جوړېدل ارزښتناک وبلل او د دې سیمینار د جوړولو له امله یې د جندر د برابرۍ له موسسې څخه مننه وکړه.
 په دې سيمينار کې د دغې موسسې د استازو له لوري د داخلي بې ځایه کېدنې، له بهر څخه د راستنېدنې، اصلي سيمو ته د ستنېدنې، په بېړنيو حالاتو کې د لازمو مرستو د رسولو او د ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه اړین معلومات وړاندې شول.