د بېځایه شویو د شمېرو د همغږۍ په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
Sat, May 25 2024 3:20 PM
-

 د داخلي بېځایه شوبو د شمېرو د همغږۍ په موخه د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بېځایه شویو په ریاست کې ناسته وشوه، چې د مرستو د همغږۍ، د مهاجرینو د اطلاعاتو او څېړنې، پلان او پالیسۍ، راستنیدنې او بیا میشتیدنې او د دایمي حل لارو موندنې ریاستونو استازو ګډون پکې کړی و.

د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو رییس مولوي سردار شېرزاد په دې اړه وویل: د داخلي بې ځایه شویو ستونزو  ته د سملاسي رسېدنې او هواري په موخه ژر تر ژره له ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو سره د خپلو شمېرو د یوکېدنې اړتیا ده.

د نننۍ ناستې ګډونوالو د بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې او له دوی سره د مرستې په برخه کې د بېځایه شویو د شمېرو او احصایې برابرول اغېزناک وبلل او پر خپلې همکارۍ یې ټینګار وکړ.

په پام کې ده، چې د د دې موضوع په اړه ډېر ژر په کابل کې د یوناما له دفتر سره هم ناسته وشي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS