د وزارت سرپرست د ترکیې له یوه سوداګر او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرینو له استازي سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Apr 30 2024 12:44 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په ترکیه کې د افغان مهاجرینو له استازي عزت الله سادات او د یاد هېواد یو تن سوداګر فتح سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
 ښاغلي حقاني دوی ته له ښه راغلاست وروسته وویل: زموږ هېواد په وروستیو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی او د اسلامي امارت په راتګ سره موږ ته زمینه برابره شوه، چې د پراختیا او پرمختګ پر لور ګامونه واخلو او موږ په خپل هېواد کې د پانګوالو ملاتړي یو چې همدلته پانګونه وکړي.
 ښاغلي سادات په ټول هېواد کې د خوندي چاپېریال له رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړه او په ترکیه کې د مېشتو افغان مهاجرینو ستونزې یې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
 د سرپرست وزیر ښاغلي حقاني له لوري ښاغلي سادات ته په راتلونکي کې ستونزو ته د رسېدنې په موخه ډاډ ورکړل شو.

Latest news

BACK TO NEWS