بدخشان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په موخه د بېړنیو حالاتو کمېټه جوړه شوه
د بدخشان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د کب مياشتې پر ۱۵ نيټه په هغه ولايت کې له طبيعي پيښو سره دمبارزې په موخه د بيړنۍ کميټې د جوړولو خبر ورکړی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یوې ناستې په ترڅ کې د بدخشان مرستيال والي د دې کمېټې د رييس په توګه، مالي رييس د منشي په توګه او له پېښو سره د مبارزې، مهاجرینو، سرحدونو، علماوو شورا، کرنې، چاپيريال ساتنې او ملي راډيو و تلويزيون رییسان د دې بېړنۍ کمېټې د غړو په توګه انتخاب شول.
دا کمېټه د بدخشان د والي په هدایت هلته د وروستيو طبيعي پېښو له امله زيانمنو شویو سره د بېړنۍ مرستې په موخه جوړه شوې ده.
نوموړې کميټه مکلفه ده، د خپلې کاري ساحې له مخې د زیانمنو ارقام او شمېرې راټولې کړي، چې لازمې رسېدنه ورته وشي