یو ورځ کې؛ له ایران څخه سلګونه مهاجرین په جبري توګه او په خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شول
ایران کې مېشت۵۵۰ تنه مهاجرین د مرغومي پر ۳ نېټه د هرات اسلام کلا له لارې راستانه شوي دي.
د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې یادو کسانو څخه چې کورنۍ هم پکې وې ۲۳۹ تنه اړمن د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفتر ته ورپېژندل شول او خوراکي او غیرخوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز په پوله کې د ګومارل شوې کمېټې لهخوا ۷ کورنیو سره د ۱۰ زره افغانیو او ۱۵ تنو سره په وړیا توګه د یو یو سیمکارت مرسته وشوه
او ۱۴۰ تنه نور له روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شول.