د مهاجرت نړيوال سازمان له استازو سره ناسته ترسره شوه

anwari_morr
Wed, Oct 04 2023 1:17 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مقام د دفتر رئيس الحاج  قاري محمد اجمل وياړ په مشرۍ په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان د بشري مرستو مسؤول ښاغلي عدنان بغجتي او له راستنېدو وروسته د پروګرام مسؤول ښاغلي نيکولاس جيمزهيل سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې په پاکستان کې د مهاجرینو په ستونزو او ننګرهار، قندهار او هرات کې راستنېدونکو افغانانو ته د مهاجرت نړيوال سازمان د مرستو پرڅرنګوالي او په راتلونکي کې مستحقو کورنيو ته د ژمنيو مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې
دواړو لوریو له یو بل سره په همغږۍ او راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو پر دوام او زیاتوالي ټینګار وکړ

Latest news

BACK TO NEWS