د مهاجرينو په چارو کې د اړوندو ادارو  د مسؤولينو ناسته د مهاجرينو  وزارت کې ترسره  شوه

anwari_morr
Sat, Sep 30 2023 3:23 PM
-

د مهاجرينو په چارو کې د اړوندو ادارو د مرستيالانو ګډه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت  د مسلکي مرستيال په دفتر کې ترسره  شوه.

په دې ناسته کې چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې او مالدارۍ  وزارت مرستيال مولوي فضل الباري فضلي، د روغتيا وزارت  مرستيال ډاکټر محمد حسن غياثي، د کليو پراختيا وزارت مرستيال مفتي سيد احمد مستقيم او د سرې مياشتې ادارې مرستيال ملا صالح محمد آخندزاده په ګډون ترسره شوه، پکې د هغو مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو د حل چې له پاکستان څخه په جبري توګه ننګرهار ولایت ته راستانه شوي وو او همدارنګه هغوی ته د کمپ د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS