غزني کې لسګونه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د انساني مرستو د همغږۍ مؤسسې له لوري د غزني ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۹۰ کورنيو سره د وږي په ۲۳مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د غزني ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په ده يک، مقر، واغز ولسواليو او مرکز کې سروې او مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې چې هرې کورنۍ ته ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.