هلمند کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د مرستندويه بنسټونو له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۴۹۵) اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د ليندۍ په (۸) مه د (UNHCR) دفتر له لورې د کورجوړولو په برخه کې (۹۵) کورنيو هرې کورنۍ ته (۴۰۰) امريکايي ډالره او د (AAH) موسسې له لورې (۴۰۰) کورنيو ته د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه ( ۲۱) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.