باميانو کې له زرو زياتو کورنيو ته د خوراکي توکو دوېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
-

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د لړم په ( ۱۰) مه په يکاولنګ ولسوالۍ کې ( ۱۱۷۰) اړمنو کورنيو ته د خوراکي توکو دوېش خبر ورکړ.

د سرچينې په خبره  په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه، لس لېتره غوړي، پېنځه کيلو وريجې او پېنځه کيلو بوره د (HHRD) موسسې له لورې ووېشل شي.