په پکتیکا ولايت کې د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرستې وشوې
د پکتیکا ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د روان کال د چنګاښ په (١٤)مه نیټه د زلزلې له امله له ٣زره او (٨٠٠) بې ځايه شويو کورنيو سره د برمل او گیان په ولسواليو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
له 800 کورنیو سره د (ACTION AID) موسسې او المواسات خیریه موسسې لخوا خوراکي او غیر خوراکي توکې، او د (IOM) له خوا ٣ زره کورنیو ته د کور، پخلنځي، او بیړني توکي چې د مهاجرینو د چارو ریاست سره په همغږۍ ورکړل شوه.