په خوست کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته پیل شوه

sadam_morr
_____
د خوست ولایت د مهاجرينو او راستنیدونکو چارو ریاست د روان کال د غبرګولي په ۱۰مه د (WFP) یا د خوړو نړیوال سازمان په مرسته د شمالي او جنوبي وزیرستان له (۸۰۲۷) بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې د ویش لړۍ پیل کړه.
هرکورنيو سره د خوراک نړيوال سازمان په مرسته ٥٠ کيلو اوړه، شپږ کيلو دال، څلور لیټره غوړي او نيم کيلو مالګه شامله ده او څو ورځې به ویشل کیږي.