له ایران او پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د نیمروز د مهاجرینو چارو ریاست د غبرگولي په اوومه، له ایران څخه د (۸۵۴) افغان مهاجرین په اجباري او خپل په خوښه راستانه شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې د يادو کسانو له جملې څخه (٢٩) تنه او (٤٨٣) نور د مجردانو په ګډون (١٠) کورنۍ په اجباري او د (١٢) او (٣٣٠) مجردانو په ګډون (٣) کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوې، چې له دې جملې څخه (١٣) کورنۍ، چې (٢٠) نارينه او (٢١) ښځې دي.
د (٢٠٨) واحد کسانو په توګه، دوی د مرستې لپاره د (IOM) دفتر ته ورپیژندل شوي دي. په یو بل خبر کې ویل شوي، چې په پاکستان کې مېشت (۳۳) افغان کډوالې کورنۍ د غبرګولي په (۷)مه هېواد ته راستنې شوې دي.
دکندهار ولايت دمهاجرینو چارو رياست دسرحدونو او قبايلو چارو امريت دمعلوماتو له مخې په سپين بولدک پوله کې د اسناد نلرولو پرته (٢٤٠) تنه کیږي چې قانوني اسناد نلري.