هلمند کې اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____

 د هلمند ولايت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د (AAH) مؤسسې له لورې د ياد ولايت له (٦٠٥) اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل سوې وې، چې هرې کورنۍ ته ٧ زره افغانۍ ورکول شوې او د توزیع په وخت کی د کډوالو چارو رياست نماینده، د ولايت مقام،استخباراتو ریاست او قومندانۍ نمايندګانو شتون درلود.