خوست کې داخلي بېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د (IRC) موسسې له لورې د خوست ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٨٦) داخلي بېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د سلواغې په ( ١٧) هرې کورنۍ ته (۲۶۰۰۰) افغانۍ نغدې او ( ۳۰) کورنيو ته د سرپناه لپاره یوه یوه خېمه ووېشل شوه.