بدخشان کې زیانمنو شوو کورنیو ته کاري وسایل ورکړل شو

sadam_morr
...........

 

د اکتېد موسسې له لورې بدخشان ولایت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٧٥) زيانمو شوو کورنيو ته کاري او دکور جوړولو وسایل ورکړل شول.

يادې کورنۍ چې د طبيعي پېښو له امله دبدخشان ولايت په یفتل، تشکان او کشم ولسوالیو کې زیانمنې شوې وې د لیندۍ په (٣) مه هرې کورنۍ ته یوه یوه لاسي کراچۍ سره د یوشمېر وسایلو ووېشل شول.

همدارنګه دتشکان او کشم ولسوالیو زیانمنو شوو کورنيوته د لیندۍ په څلورمه کاري وسایل بیل، کلنګ،اره،چکش او داوبوسطل ووېشل شول او (٧٠) کورنيو ته چې کارونه یې خلاص کړي و، څوارلس دانې یونیم متري، دوه متري او درې میتري ګاډر ووېشل شول.