کونړ کې سلګونو کورنیوسره مرستې وشوې
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۸۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړوله امله د غازي اباد او اسمار ولسواليوڅخه ددې ولايت امن سيموته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۰مه هرې کورنۍ ته يو اندازه خوراکي او غير خوراکي مواد ووېشل شول.