بغلان کې له دوه سو زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹۸ بېځايه شوو کورنیوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د دهنه غوري او نهرين ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۶مه هرې کورنۍ ته ۶۸۵۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.