په پنجشېر کې سېلابونو زيانونه اړولي
د پنجشېر ولايت دکډوالوچارو آمريت دمعلوماتو پر اساس د پرلپسې سېلابونو له امله دوږي په ۵مه په دغه ولايت کې سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
دغه سېلابونه د قرای کر، ګيم، پارشهر، برجاخيل، کلاترخيل ابدره سيمو، عنابه ولسوالۍ، قرای برجمن، خاروشابه، حصه اول ولسوالۍ ( خنچ) قرای تنخو، ميدان کاه، کره تازه عبدالله خيل او دره ولسواليو کې راغلي چې د سرکونو، کرنيزو ځمکو، د کرنيز کانالونو، د برېښنا د کوچنيو بندونو اود پياده رو کوچنو پلونه يې خراب کړي.
په دغو سېلابونوکې دقريه ابدره ولسوالۍ ۳تنه شهيدان شوي ،۳ تنه زخمي شوي او د قريه عبدالله خيل يو روغتون، يو امبولانس او د روغتون څو کانتينرونه خراب شوي او په ورته وخت کې د قريه عبدالله خيل سرک او دکابل او پنجشېر عمومي لاره د شتل ولسوالۍ نه تر عنابه ولسوالۍ پورې په څو ځايونوکې بند شوی دی.
د پنجشېر ولايت دطبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې د د بېړنيو حالاتو دولايتي کمېټې سره چې د کليو پراختيا رياست، کډوالو چارو رياست او سرې مياشتې ادارې پهګډون د يادو سيموڅخه ليدنه وکړه او د سفايي او خلاصون لپاره يې څلور اسکوترونو درې ډمټرکې يادو سيموته ليږلي.
دولايت مرستيال د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ذکر شوو سيمو سرکونه دې ژر تر ژره پاک کړي ترڅو زخميانواو د پېښو له امله زيانمنو شوو ته لاسرسی وشي.


