کډوالو چارو وزارت پلاوي په هغه ناسته کې چې د راستنېدونکو د بيايوځای کېدو او دندو پيداکېدوپه موخه په دُبۍ کې جوړه شوې وه ګډون وکړ

sadam_morr
Tue, Jan 21 2020 10:31 AM
هیئت وزارت امور مهاجرین در جلسه که به منظور ادغام پایدار و ایجاد شغل به برگشت کنندگان در دبی برگزار شده بود، اشتراک کردند

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي چې د کډوالوچارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي په مشرۍ يې دُبۍ ته سفر کړی وپه هغه ناسته کې چې د راستنېدونکو د بيايوځای کېدو او دندو د پيداکېدو په موخه د المان( KFW ) مالي ادارې له لورې په دُبۍ کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
په دغه ناسته کې دمرغومي په ۲۴مه او ۲۵مه د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيايوځای کېدو او دندو د پيداکېدو په څرنګوالي خبرې وشوې، دې هوکړې ته ورسېدل چې د المان ( KFW ) مالي اداره به په ۲۰۲۰ م کال کې د ۱۰ ميليونو يور په ارزښت د راستنېدونکو،بېځايه شوو او زيانمنو شوو په برخه کې خپل نوي فعاليتونه کوي.ددغې فعاليتونو عملي کارونه به په هرات او بلخ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او NRC موسسې په همغږۍ پيل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د وزارت د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړ ل او د KFW د فعاليتونو او د وزارت د زياتې همغږۍ له مخې دهېواد په نورو سيموټينګار وکړ.د پلان او پالېسۍ او دداخلي بېځايه شوو د پېژندنې او ځواب ويلو رئيس تخينکي بحثونه پرمخ يوړل او ټنګار يې وکړچې په افغانستان کې دملي اسنادو او نړيوالو ژمنو د فعاليتونو په اساس افغانستان سره اوسي چې له دې جملي څخه د حل لارو د ستراتېژئ CRRF باندې ټينګار وکړ.
د برنامې د ښه والي په خاطر د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت پلاوي د بيايوځای کېدو اودوندو پيداکېدو په څرګنوالي خپلې تجربې د NRC او KFW د پلاوي سره شريکې کړې.د ستونزو سربيره يې بياهم خپل ملاتړ ددې برنامې څخه اعلان کړ او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوودملاتړ په برخه کې يې د KFW دښه نيت څخه يې مننه وکړه

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS