کندز کې دپوهاوي يو ورځنۍ سيمينار جوړ شو sadam_morr https://www.morr.gov.af/en/node/1426 د RET Germany او پوهنې رياست له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۷۵۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوته د پوهاوي يو ورځنی سيمنار ورکړل شو. د پوهاوي دغه سيمينار د کارپيداکولو په برخه کې مشورې، د خلص سوانح د ليکلو طريقه، د انلاين دندو پيداکولو، خلکو ته داساسي حقوقو، غير قانوني کډوالۍ، انساني قاچاق، کورني حقوق، ښځو پروړاندې تاوتريخوالي، دماشومانو دحقوقو ضايع کولو او دپوهاوي ناستو په برخه کې و، چې د يادې برنامې مطابق نارينه او ښځينه ګډونوالوته په مساوي توګه ۵۰٪ نارينه،۵۰٪ ښځينه، ۸۵۰ تنه بېځايه شوي او ۸۵۰ تنه راستنېدنکي ددغې برنامې څخه برخمن شول.