د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

anwari_morr
Wed, Oct 07 2026 2:44 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته وکړه.
په دغې ناسته کې په کابل نړۍوال هوايي ډګر کې له ترکیې د راستنېدونکو کډوالو د هرکلي مرکز د تړون غځولو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي راشد د یادې ادارې له مرستو او همکاریو مننه وکړه، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدنې زیاتوالي ته په اشارې یې د ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل: یاد وزارت د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره همکارۍ کړې او په راتلونکي کې به د ستونزو حل او ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه دوام ورکړي.
ښاغلي القاسم د وزارت همکارۍ وستایلې او راستنو شویو ته یې د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه، چې د هېواد په هوايي ډګرونو او سرحدونو کې د IOM خدمتونه د پخوا په شان دوام لري.

Latest news

BACK TO NEWS