د داوطلبۍ اعلان

sadam_morr

Publish Date

Closing Date


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطنامې نقل د تدارکاتو د آمریت له لارې په فلش‌ډیسک او يا د ملي تدارکاتو د ریاست له ويب‌سايټ څخه په وړيا ډول تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي، چې خپلې آفرنامې د شرطنامې له شرایطو سره سم، د عقودو د قانون (بيع استصناع) مطابق په سربسته ډول د اعلان له نېټې څخه تر پنجشنبې، ۲۰/۹/۱۴۰۴ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د تدارکاتو آمريت ته، چې په واصل‌آباد کې د جنګلک فابريکې شاته موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته او د انټرنېټ له لارې لېږل شوې آفرنامې نه منل کېږي.
د آفر تضمين د بانکي تضمین په ډول ۲۳,۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د آفرگشايي غونډه به هم په همدې ورځ، یعنې پنجشنبه، ۲۰/۹/۱۴۰۴ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د وزارت په تالار کې تر سره کېږي.