تېره میاشت له ۳۰ زره زیاتو کورنیو سره څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې
تېره میاشت د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې له ۳۱ زره ۷۱۶ بې ځایه شویو کورنیو او ځایي اوسېدونکو سره د ۲۱۵ میلیونه ۹۸ زره ۱۶ افغانیو په ارزښت بشري مرستې شوې.
دغه کورنۍ د همکارو موسسو سره په همغږۍ د ارزګان، بادغیس، بامیان، بدخشان بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، پکتیکا، تخار، جوزجان، خوست، دایکندي، سرپل، سمنګان غزني، غور، فراه، کندهار، کندوز، کاپیسا، کابل، کنر، لغمان، میدان وردک، ننګرهار، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو له لوري پېژندل شوي و.
د یاد شمېر کورنیو له ډلې ۳۱ زره ۳۸۸ سره نغدي، خوراکي، غیرې خوراکي او روغتیايي توکو او د ۳۲۸ نورو کورنیو سره د روغتیايي، د ژمنیو کالیو او غیرې خوراکي کڅوړو مرسته وشوه.