د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ

anwari_morr
-

د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د پرمختللي افغان پراختیایي موسسې سره د ۱۱۵ زره او ۹۷۷ امريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو تړون لاسلیک شو.
د ياد تړون له مخې به نوموړې موسسه ياد مبلغ په باميانو ولايت کې د روزنې او نغدو پیسو د وېش په برخه کې په مصرف ورسوي، چې له دې څخه به ۲۹۰ بې‌ځایه شوې او اړمنې کورنۍ به یې له ګټې برخمنې شي