ننګرهار کې له ۱۴۷ کورنیو سره مرسته وشوه
ننګرهار ولایت کې تېره ورځ له ۱۴۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې بېرته راستنې شوې وې، د ننګرهار ولایت مهاجرینو ریاست له لوري په جلال اباد ښار کې له وړاندې پېژندل شوې وې.
یادې مرستې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې ۲۱ زره او ۱۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.