د ملګرو ملتونو استازي او د اروپايي ټولنې سفیر د تورخم سرحدي آمریت لیدنه وکړه
د ننګرهار ولايت د مهاجرینو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو استازي او په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير د لېندۍ پر دولسمه د دغه ولايت د تورخم سرحدي آمریت ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د نړیوالو موسسو استازي هم مل وو او د تورخم د سرحدي آمریت آمر بخت جمال ګوهر سره یې ولیدل او د ده د کار ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه:
د اسلامي امارت په راتګ سره په تورخم کې د مهاجرینو لپاره داسې خدمتونه ترسره شوي، چې مخکې دلته وړاندې شوي نه وو.
ښاغلي ګوهر د مهاجرینو لپاره د دغه آمریت د خدمتونو او فعالیتونو کاري بهیر ته په اشارې سره د دغه آمریت د بېلابېلو برخو د ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.