بادغيس کې سلګونه کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيمو ته ګرځېدلي
د بادغيس ولايت د کډوالو چارو رياست ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيو ته چې د جګړو له امله ددې ولايت مرکز او امن سيمو راکډه شوې وې بېرته خپلو سيمو ته د ګرځېدو او نوې ځای پر ځای کېدنې لړۍ پيل کړه.
دغه پروګرام چې د تېرې يکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۶مه د سيمه ييزو چارواکو او ادارو استازو په شتون کې پيل شو، چې په کې د بېرته ستنېدنې ټولې اسانتياوې برابرې شوي او بېځايه شوي به په تدريجي ټوګه خپلو سيمو ته ولېږل شي.