کندهار کې بېځاي شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (WFP, UNCHR, UNICIF و DACAAR ) موسسو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ دچنګاښ په ۱۱مه هرې کورنۍ ته دخوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.