جوزجان کې ۱۰۸ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۸ بېځايه شوو کورنيوسره دغيرې خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د المار، قيصار، شرين تګاب او بلچراغ ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې جمعې په ورځ د غبرګولي په ۳مه هرې کورني ته دوه ترپالونه، دوه متره رخت، دوه د اوبو بوشکې، دځان او کالو مينځول صابون، شپږ سطلونه، روغتيايي کڅوړې او د پخلنځي مکمل سامان الاتومرسته ووېشل شوه.