ننګرهار کې راستنو شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
ننگرهار

 

د (DRC) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ له ۶۹ راستنو شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د کډوالۍ قانوني اسناد يې نه لرل له ګاوندي هېواد پاکستاته راستنې شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه هرې کورنۍ ته د يادې موسسې له لورې ۱۶ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.