بلخ کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۳۴) کورنيو سره د غبرګولي په (۸) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې  په مزار شريف ښار کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه (۷۵) زره او ( ۳۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.